د کندوز ښاروالۍ ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې د پیلېدو خبرورکړی دی. د کندوز ښاروال ګل نبي انس ویلي، چې په یاد ولایت کې د دورې سرښارګوټي لویې لارې د ګلدانونو او کټارو چې ۵،۳۵ متره مکعبه اوږدوالی لري د جوړېدو چارې یې پیل شوې دي. هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د کندوز سمسورتیا او ښېرازۍ په برخه کې دغه لومړنۍ پروژه ده چې د کندوز د ښاروالۍ ریاست لخوا په تېرو ۲۰ شلو کلونو کې پلي کېږي. د یادې پروژې چارې به په ۶ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.








