د پاکستان په کراچۍکې د افغانستان د قونسلګرۍ سرپرست د متحده عربي اماراتو له جنرال قونسل بخیت عتیق الرمیثي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي. د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د افغانستان جنرال قونسل د سرپرست حکومت د بيا واکمنۍ بهير کې په افغانستان کې د ترلاسه شويو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي او همدا راز له پاکستان څخه د ستنو شویو افغان کډوالو د ستونزو او په لرې پرتو سيمو کې د دوی د خراب اقتصادي وضعیت، چې د ژوند ډېرو لومړنيو اسانتياوو ته هم لاسرسى نه لري خبرې کړي دي. افغان قونسل له کډوالو سره د متحده عربي اماراتو د مرستندویه بنسټونو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.








