د میدان وردګو ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز په شمول په څلورو ولسوالیو کې سلکونه مالدارانو ته د حیواني خوراکي توکو مرسته وېشل شوې ده. د مالوماتو له مخې دغه مرستې په مرکز میدان ښار، بهسودو، دایمیرداد او جغتو ولسوالیو کې د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ پر ۲۲۰۰ مالدارانو وېشل شوې دي. د یادولو وړ ده، چې پر هر اړمن مالدار ۲۰۰ کیلو ګرامه حیواني خوراکه وېشل شوې ده.








