د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر پرون په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس مراد امانوف سره کتلي دي. د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د ارزښت، د ځمکو د استملاک، کابل ته د ترکمنستان تخنیکي ټیم د راتک او هرات کې د عملي چارو پیل لپاره د زمینه سازۍ په اړه هر اړخيزې خبرې شوې دي. په کابل کې د ترکمنستان سفیر ويلي، چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او موږ د دې پروژې ژر پیل ته ژمن یو. دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، ياده پروژه نه یواځې د افغانستان، بلکه د ټولو دخیلو هېوادونو لپاره ګټوره بللې او ويلي يې دي چې ټول افغانان د دې سترې اقتصادي پروژې تر شا ولاړ دي او د افغانستان سرپرست حکومت هم په دې برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دی.








