د هلمند ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د غه ولایت د کجکي ولسوالۍ په تنګي بازار سیمه کې د څه باندې ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو د یوې پروژې چارې بشپړې شوې دي. د معلوماتو له مخې؛ پر دغو پروژو باندې ۸۶۱ زره افغانۍ لګښت راغلی چې په کې ۱۸ د نویو پایو نصبول او اړوند نورې چارې شاملې دي. د مسوولینو په خبره، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به برېښنا ته د خلکو لاسرسی زیات شي او د دې ترڅنګ د دوی په عوایدو کې به زیاتوالی راشي. د یادولو وړ ده چې تېره ورځ بیا د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۳ نورو رغنیزو پروژو چارې هم شوې دي.








