بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسوولین وايي چې د روان ژمي په پار یې دغه ولایت کې د یوه ټن ډبرو سکرو بیه له ۶زرو څخه ۴ زره افغانیو ته راښکته کړې ده. د یادې تصدۍ په وینا، د سکرو بیه یې د یاد ولایت اوسېدونکو سره د مرستې لپاره راټیټې کړې دي. د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ داسې مهال دغه ولایت کې د سکرو بیه راټیټوي چې هېواد کې د ژمي څپې خپرې شوي او ډېری خلک د کورونو ګرم ساتلو لپاره د ډبرو سکرو څخه استفاده کوي.








