د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو خبر ورکړی، چې په سپينو عریضو یا افلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلېږي. د پاسپورټ عمومي ریاست پر اېکس پاڼه په یوه خپره شوې ویډيو کې، د یاد ریاست رییس ویلي، چې دوی به په افلاین بڼه د پاسپورټ د وېش دغه لړۍ د روانې مرغومې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پیل کړي. په دغه خپره شوې ويډيو کې دغه راز ویل شوي، چې تر دې وړاندې په انلاین بڼه کې ځینې ستونزې وې او هغو کسانو چې پاسپورټ ته یې اړتیا درلوده، وار ورته نه رسېده، نو ځکه یې غوره بللې چې دا پرېکړه وکړي. په دې ویډيو کې دا هم ویل شوي، چې دا بهیر یوازې په کابل کې پیلېږي او په خبره یې که چیرته یې پایله سمه وه؛ نو بیا به یې په ولایتونو کې هم پیل کړي.








