د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو خبر ورکړی دی، چې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍکې یې له ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. د مالوماتو له مخې د غه مرسته د زنده جان ولسوالۍ په سنګ سفید، قلعه قاضي، قصر شیرین، کارېز سیدو، نو آباد او جګده سیمو کې د ترکیې د سرې میاشتې په همکارۍ له ۴۰۰ کورنیو سره شوې ده. په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته وریجې، بوره، شین چای، لوبیا، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي او نور بېلابېل خوراکي توکي ورکړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د افغاني سرې مياشتې ټولنې لخوا په یاده ولسوالۍ کې له ٤٠٠ زلزله ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې وه.








