د بغلان والي ویلي، چې په دې ولایت کې د پراختیايي پروژو پلې کولو ته ژمنتیا شتون لري او په پام کې ده، چې په دې ولایت کې د کندوز په سیند د کیله ګي د اوبو بند جوړلو چارې پیل شي. ویل شوي، چې د دغه بند په جوړولو سره به نه يواځې بغلان ولایت ته بسنه وکړي، بلکې ترڅنګ به يې د ۸ ولايتونو اړتیا هم پوره کړي او له ۴۵۰ زرو هکټارو د زیاتې ځمکې ته به د اوبو ورکولو زمینه برابره کړي. د راپورونو پر بنسټ دغه بند به له بشپړېدو وروسته ۱۲۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي او دغه برېښنا به د ۵ ولايتونو له پاره بسنه وکړي.








