د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې له ۳۵۰ زره میټریک ټنه څخه ډير خوراکي توکي د افغانستان بېلابېلو سیمو ته لیږدولي چې خورا زیانمنو خلکو ته ورسیږي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په سختو او ستونزمنو حالاتو کې د مرستو رسولو لارې لټوي. د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله اېکس پاڼه په خوراکي توکو د بار موټرو یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي، مهمه نه ده چې لارې څومره ستونزمنې وي خو د خوړو نړیوال پروګرام تل د خوراکي توکو د رسولو لارې لټوي. د خوړو نړیوال پرورګرام څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې که د افغانستان له خلکو سره مرستې و نه شي په ۲۰۲۴ میلادي کال کې به میلیونونه وګړي له بشري ناورین سره مخ شي.








