د لغمان ولایت د برېښنا ریاست مسوولینو خبر ورکړی دی، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي. د دغه ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې د قرغیو ولسوالۍ قلعه ملک کلي کې د ۲.۳ میلیونو افغانیو په لګښت یو ترانسفارمر ګټې اخیستنې ته سپارل شوی چې ۲۰۰ کورنۍ یې له برېښنا څخه برخمنې شوې دي. د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې هم دې ته ورته ترانسفارمر ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او په دې برخه کې یې د کورنیو د برېښنا دنشتون ستونزې حل کړې دي.








