سرپرست حکومت وايي، چې په نوي زیږدیز کال کې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه ډیری زېربينايي پروژې تر لاس لاندې دي، چې ځينې نیمګړې پروژې به یې بشپړې شي او پر ځینو نورو به عملي کار پيل شي. د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې د ورېښمو د لارې یا د واخان د هلېز جوړول چې له چین سره ونښلول شي، د افغان ټرانس پروژې عملي پيل او د کانونو استخراج د سرپرست حکومت له مهمو موخو دي. د اقتصاد وزارت بیا وايي، چې د نویو زېر بینايي پروژو پيل او د نیمګړو پروژو بشپړولو اصلي موخه، خلکو ته د کاري زمینو برابرول او ځان بسیاينه ده.








