د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، چې په افغانستان او پاکستان کې د افغان کډوالو د اړوند چارو د سمبالولو لپاره ۵۱.۹ میلیونو ډالرو بودجې ته اړتیا لري. د ملګروملتونو دغې ادارې په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د کډوالو اړوند نويو رامنځ ته شویو اړتیاو ته په کتنې او د دغه وضعیت پر وړاندې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کیمشنري او د ملګروملتونو د بین السازماني ادارو غبرګون زیاتې بودجې ته اړتیا ډیره کړې ده. په دې راپور کې ویل شوي چې د کډوالو د بحراني وضعیت سمبالولو لپاره ۴۳.۴۸ میلیونو ډالرو بودجې ته د تیر ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې څخه د ۲۰۲۴ کال د جولای تر میاشتې اړتیا ده. د ملګروملتو د کډوالو عالي کمیشنري ټینګار کړی چې په سرحدي سیمو کې ستنو شویو کډوالو په موقتي کمپونو کې روغتیايي خدمتونه، اوبه او حفظ الحصې خدمتونو ته اړتیا ډیره زیاته ده.








