په سویس کې د افغانستان یو برخه شتمنیو د ۱۴۰۱ کال وږي میاشتې راپدیخوا تر دې دمه ۱۵۵ میلیونه ډالره ګټلي دي. د دغه صندوق د مدیره پلاوي غړي شاه محمود محرابي ویلي چې یاد صندوق چې د افغانستان ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالره پکې ساتل کیږي د بشرپالو نوښتونو لپاره نه بلکې د اقتصادي موخو لپاره جوړ شوی دی. د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په سویس کې د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې صندوق د افغانیو په ثابت ساتلو او اقتصادي وده کې باید ولګول شي. خو سرپرست حکومت یو ځل بیا له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان شتمني ازاده کړي. د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان ۹ میلیارده ډالره شتمني په امریکا او اروپايي هېوادونو کې کنګل شوې چې له دې منځه بیا شاوخوا درې نیم میلیارده ډالره یې په سویس کې ساتل کیږي.








