په کندهار کې د ښه کتاب، ښه ژوند په نوم د کتابونو په جوړ شوي درېورځني نندارتون کې چې ټاکل شوې وه نن پای ته ورسېږي، څه باندې ۱۰۰۰۰ کتابونه پلورل شوي دي. د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي چې د تېرو درېوو ورځو پر مهال په دغه نندارتون کې څه باندې ۱۰۰۰۰ کتابونه پلورل شوي او کتابپېرودونکو ته له ۱۵۰۰ ډېرې جایزې هم ورکړل شوې دي. د نوموړي په خبره، که څه هم نن د دغه نندارتون وروستۍ ورځ وه، خو د خلکو د پرلهپسې غوښتنو او د کتابپلورونکو اتحادیې په ملاتړ به دوه ورځې نور هم دوام وکړي. په همدې حال کې د سرپرست حکومت ویاند چې د دغه نندارتون نندارې ته ورغلی و، ویلي، چې د کتابونو د نندارتونو له لارې د کتابونو پلور زیاتېږي او هم ورسره د کتاب پلورنځیو کاروبار ښه کېږي.








