د کونړ د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ریاست له خوا یو شمېر ښوونځیو ته د درسي کتابونو د مرستې خبر ورکړی دی. د کونړ د پوهنې رییس محب الله حیدري ویلي، چې د دغه ولایت یو شمېر ښوونځيو لپاره ۸۲۵ زره ۳۷۷ ټوکه درسي کتابونه وېشل شوي دي. هغه زیاته کړه چې په یاد ولایت کې د درسي کتابونو نشتون یوه لویه ستونزه وه چې د اسلامي امارت په راتګ سره حل شوې ده. ورته مهال د کونړ مرستیال والي د ښوونځیو د پیاوړتیا لپاره د کتابونو او نورو درسي توکو شتون مهم بللی او په یاده برخه کې یې د پوهنې ریاست په لا زیاتو هڅو ټینګار وکړ.








