د غور ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د ۱۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د ځایي چارواکو د مالوماتو له مخې، دغه سړک ۱۰ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره سور لري چې په جوړېدو سره به یې د یادې ولسوالۍ لسګونه کلي د کابل – غور عمومي لارې سره ونښلول شي. د یادولو ده، چې دغه سړک د خلکو په شخصي لګښت رغول کېږي چې د سلګونو کورنیو د تګ راتګ ستونزې به هوارې کړي.








