د خوست ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې د ۲.۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه چکډېم جوړېدو چارې پیل شوې دي. د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، دغه چکډېم چې په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې جوړېږي، د ۱۰ زره متره مکعب اوبو وړتیا به ولري. د مالوماتو له مخې د یاد چکدیم په جوړېدو سره به د سیمې ۲۳۵ جریبه زراعتي ځمکه خړوبه او هم به لسګونه جریبه ځمکه د سېلابونو له وېجاړتیا وژغورل شي. د یادولو وړ ده، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په هېواد کې د رغنیزو چارو فعالیتونه زیات شوي دي.








