د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په سنګره سیمه کې د ۳۵۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت د نجونو لېسې ته او په بامیانو کې د ۳۸۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت په دوو پوړونو کې د هلکانو لېسې ته ودانۍ جوړې شوې. خلک د دغو ښوونځيو جوړېدو ته خوښ دي او په خپلو سیمو کې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي. د لغمان د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول لغمان کې ۲۲۹ زره هلکان او نجونې په زده کړو بوخت دي.








