د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د خراسان رضوي ولایت له والي یعقوب علي نظري سره په کتنه کې پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي. د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت که څه هم نه دي ویلي چې ایا په دې کتنه کې په مشخص ډول په دې ولایت کې د استوګنو افغانانو پر ستونزو هم خبرې شوې که نه؛ خو ویل کیږي چې د دې کتنې په پای کې سرپرست وزیر په مشهد کې له مېشتو افغان کډوالو او سوداګرو سره د همکارۍ او لا ښه چلند هیلې څرګندې کړي دي. په ایران کې پر افغان کډوالو د لګول شویو محدودیتونو په ترڅ کې د ایران د ملي امنیت شورا له خوا په تېره لیندۍ میاشت کې د ایران په ۱۶ ولایتونو کې افغانان له اوسېدو او کاراو فعالیت څخه منع شوي. ډیری افغانان چې خپل هېواد یې پریښی او ایران ته کډه شوي، د خپل ورځني ژوند د پرمخ وړلو لپاره دې ته اړ دي چې کاراو غریبي وکړي خو دوی وایي چې د ایران له خوا لګول شویو محدودیتونو یې ژوند لا سخت کړی دی.








