د عامې روغتیا وزارت ویلي چې سبا د دوشنبې په ورځ به په هېواد کې ۸.۸ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل کړي. دغه وزارت ویلي، چې د پولیو واکسین نوی کمپاین به د روان کال د ډسمبر له ۲۵ تر ۲۸ نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره شي. د عامې روغتیا وزارت ویلي، هوډ لري چې د خپلو شریکانو په ملاتړ پولیو ناروغي په افغانستان کې ختمه کړي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي، چې سږ کال د پولیو ناروغۍ راپور شوې پېښې د اندېښنې وړ دي. نوموړي ویلي، چې د پولیو واکسین کمپاینونه او روغتیايي خدمتونه به تر هغه جریان ولري چې دغه ناروغي له هېواده په بشپړه توګه ورکه شي. ډاکټران وايي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په مټ د مخنیوي او له منځه وړلو وړ ده.








