د روغتیا نړیوال سازمان پرون په یوه خبرپاڼه ویلي، چې افغانستان ته د تازه راستنېدونکو کډوالو راتګ ښايي د پولیو یا ګوزڼ په زیاتوالي هم مستقیمه اغېزه ولري. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د پوليو د له منځه وړلو بيړنۍ کمېټې په افغانستان کې د پوليو د له منځه وړلو د بېړنۍ طرحې جوړولو خبر ورکړی او په مهمو سیمو او لارو کې اضافي ټیمونه او څارونکي ځای پرځای شوي، چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان واکسین کړي. په ورته مهال بیا د ننګرهار ولایت روغتیایي مسوولینو خبر ورکړی چې دوی په یاد ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو ۱۰ ورځنی کمپاین پیل کړی چې پر مهال به یې په ٢٢ ولسوالیو کې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته واکسین ورکړل شي. په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپاین داسې مهال پیلېږي چې روان کال د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.








