د کلیو، بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر پکتیا ولایت ته د خپل سفر پرمهال په یاد ولایت کې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳چک ډیمونو د جوړولو او بدیلو پروژو د پیل پرانیسته وکړه. دغه وزارت ویلي، چې د یادو چک ډیمونو او پروژو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په جوړېدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو د باران اوبه مهار شي. باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په فراه، بادغیس، هرات او نیمروز ولایتونو کې د ۴۱ چک ډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې وې.








