په کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون په کچه د ۱.۳ میلیون ډالرو په لګښت د یوه لابراتوار د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د عامې روغتيا ریاست مسوولین وایي، چې د شمال ختیځ زون په کچه دغه مجهز لابراتوار د یو.ان.ډي.پي. دفتر په مالي لګښت جوړېږي، چې د جوړېدو چارې یې پیل شوې او د دریو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کندز د عامې روغتيا رییس دغه لابراتوار د کندز حوزوي روغتون لپاره ډېر اړین یاد کړی او له اړونده موسسو څخه یې غوښتنه کړې، چې د روغتیا په برخه کې دې له دوی سره همکاري وکړي. په ورته مهال د یاد ولایت ځایي چارواکو هم له نورو روغتیايي همکارو موسسو څخه غوښتنه کړې، چې له دوی سره همکاري وکړي. د دوی په خبره اوسمهال په هېواد کې تر بل هر وخت، د خدمت لپاره ښه زمینه برابره شوې؛ نو اړتیا ده چې په دې ولايت کې لازم خدمتونه ترسره شي.








