د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍکې یې د ۶ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل کړې دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، دغه سړک د خوړو نړیوال پروګرام په مالي همکارۍ د قرغیو ولسوالۍ په تورغر سيمه کې د ۶ کیلو مترو په اوږدوالي سره جوړېږي. ویل کیږي چې د یاد سړک د کار په پیل سره ۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې د دې سیمې اوسېدونکي د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ و، چې د یاد سړک په جوړېدو سره به یې دغه ستونزې حل شي.








