د سمنګانو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز او ۲ ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په مالي ملاتړ د څښاک اوبو ۶ شبکې بیا رغول شوې دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه شبکې په مرکز ایبک، حضرت سلطان او فیروز نخچیر ولسوالیو کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت بیا رغول شوې چې په کې د ۶۴ او ۹۵مترو په ژوروالي د دوو څاګانو کیندل، د ۱۲ زره ۹۷۲ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۱۰، ۲۰، ۲۵، ۴۰، ۴۵) متر مکعب په وړتیاوو د اوبو د ۵ زېرمو جوړول او بیا رغول او د ۱۳۳ نل لیکو نښلول شامل دي. د یادو شبکو په بشپړېدو سره د مرکز او یادو ولسوالیو ۱۲۳۹ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې دي.








