د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت شارژدافېر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان اوسني شرایط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت بللی او زیاته کړې یې ده، چې برېتانیا د سولهییز او باثباته افغانستان غوښتونکې ده. نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان کې د سیاسي موخو ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالی په کلکه ردوي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په پراختيا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې له سرپرست حکومت سره د تعامل دروازې د ټولو پرمخ خلاصې دي.








