د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې په ننګرهار پوهنتون کې ۲۲ بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې. د ننګرهار پوهنتون رییس خلیل احمد بهسودوال د ۲۲ رغنیز پروژو بشپړېدل، د وزارت له لوري د کرنې په برخه کې د دریو ماسټري برنامو منظوري، د نړیوال ژورنال ایجاد او د ستوماتولوژي پوهنځی منظورۍ یې په تېر یوه کال کې د دغه تحصیلي بنسټ مهمې لاسته راوړنې بللې دي. ورته مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد پوهنتون له رییس سره د هر ډول ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.








