نن د ډیسمبر ۱۸ د ګډوالو نړیواله ورځ ده، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانانو د کډوالۍ او بې ځایه کېدو ناورین ډېر ستر او دوامداره دی. د دې کمېشنرۍ د شمېرو له مخې ۸ میلیونه او ۲ لکه افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي چې پکې څه باندې درې میلیون داخلي بې ځایه شوي هم شامل دي د افغانستان ګاونډي هیوادونه په ځانګوې توګه ایران او پاکستان د میلونونو افغان کډوالو کوربه دي خو اوس دغو دوو هېوادونو په تېره پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. د مالوماتو له مخې تردې دمه شاوخوا ۴۸۰ زره افغان کډوال له نومبر راهیسې له پاکستانه را ایستل شوي دي.








