د روغتیا نړیوال سازمان په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې جاپان د افغانستان له روغتیايي سیکتور سره د ۶ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده. د مالوماتو له مخې جاپان دا پیسې په افغانستان کې انتاني او میکروبي ناروغیو ته ځانګړي کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي،له دغو مرستو څخه موخه په ساري ناروغیو د اخته کسانوته د ښهو خدمتونو وړاندې کول او د ساري ناروغیو د دقیق تشخیص لپاره د لابراتوارونو په برخه کې مرسته، د افغان- جاپان د ساري ناروغیو د روغتون او په کابل کې د انتاني د ملي روغتون د کاري ظرفیت په اړه ډاډ ترلاسه کول دي. د یادولو وړ ده، چېکابو یوه میاشت وړاندې اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او د دې هیواد د روغتیايي خدماتو د ښه کېدو لپاره ۱۰ ملیون یورو مرسته کړې وه.








