په فاریاب کې د مستوفیت ادارې مسوولینو د یاد ولایت د مستوفیت په عوایدو کې د ۳۵ سلنه د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د فاریاب د مستوفیت آمر محمد اکبر عمري ویلي، چې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۴۰۷ میلیونه ۴۵۱ زره ۸۷ افغانۍ عواید راټول شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې ۵۵۱ میلیونه ۸۵ زره ۷۱۷ افغانۍ وه چې دا د تېرکال په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښي. د فاریاب د عوایدو د مستوفیت آمر د عوایدو د زیاتوالي لامل د عوایدو په راټولولو کې روڼتیا او د پاسپورت، احصایې او معلوماتو، سوډاګرۍ او صنایعو او د ترافیکو مدیریتونو د عوایدو زیاتوالی وباله.








