د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان سږ کال په لړم میاشت کې څه باندې ۲۲۷ میلیونه ډالره صادرات کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي. د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې موده کې د افغانستان واردات څه باندې ۶۸۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې شمېرې ښيي، چې د سږ کال په لړم میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او چین ته شوي دي.








