د بلخ ولایت د کونځلو د غوړیو تولیدوونکي وايي، چې بهر ته د کونځلو د صادراتو له امله د دې غوړیو بیه لوړه شوې ده. دوی وايي، چې په بلخ کې یې خپل مشتریان له لاسه ورکړي. دغه تولیدوونکي له سرپرست حکومته غواړه چې بهر ته د کونځلو په صادراتو بندیز ولګوي. د بلخ کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، که د کونځلو صادارت د دې غوړیو د بیو د لوړېدو لامل وي، دوی به یې د صادراتو مخه ونیسي. د یادونې ده، چې کونځلې تود طبیعت لري او عمومآ د هېواد په تودو سیمو کې کرل کېږي، چې ډيری رسټورانټونونه یې غوړي په پخلي کې کاروي.








