د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، په کابل کې د هوايي چلند او ټرانسپورټ وزارت د څو پروژو په پرانیسته کې وویل چې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی او دا به د هېواد په پرمختګ کې مهمه ونډه ولوبوي. نوموړي ویلي چې د امنیت په ټنګښت سره به نورې پانګونې هم په هېواد کې ترسره شي. هغه د سرپرست حکومت له اړوندو ادارو وغوښتل چې د پانګوالو امنیت ته ځانګړی پام وکړي او هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.








