د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې د ممیزو د پروسس او بسته بندۍ په یوه خصوصي شرکت کې ۸۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د دغه شرکت د مېرمنو برخې مسووله انیسه وایي، چې په دغه شرکت کې په لس ګونه هغه مېرمنې چې دکور سرپرستې دي، دلته د ممیزو د پروسس او بسته بندۍ برخه کې په کار کولو بوختې دي. نوموړې له سرپرست حکومت څخه غوښتي، چې په دغه ولایت کې دې ته ورته شرکتونه جوړ او بې وزله مېرمنو ته دې پکې د کار زمینه برابره کړي. په ورته مهال یو شمېر هغه مېرمنې چې په دغه شرکت کې په کار بوختې دي خوښي څرګندوي چې په دې شرکت کې ورته د کار کولو زمینه برابره شوې ده او زیاتوي چې اوسکولای شي د خپلې کورنۍ ستونزې تر یوه حده حل کړي.








