د لغمان د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز اړوند خواجه صاحب او انار باغ سیمو کې ۴۰۰ کورنۍ د برېښنا څخه برخمنې شوې. د لغمان والي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند خواجه صاحب په سیمه کې د ۲ میلیونو او ۷ سوه افغانیو په لګښت څلور سوه کورنیو ته برېښنا برابره شوه. په ورته وخت کې د برېښنا رییس عمرګل نایب بیا وايي، چې لغمان کې دې ته ورته نورو شبکو باندې هم کار روان دی، چې په نږدې راتلونکي کې به نورې کورنۍ هم له برېښنا برخمنې شي.








