د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت وايي، چې پرون له ایران څخه ۱۶۹۰ تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي. دغه وزارت وايي، په یادو کډوالو کې یو شمېر یې د ایران حکومت له لوري په جبرې توګه او یو شمېر یې هم په خپله خوښه هیواد ته را ستانه شوي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دغه کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي خو دا یې نه دي ویلي چې له دغې مرستې وروسته له ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو سره نورې مرستې هم کوي که نه. همدارنګه د کډوالو او را ستېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو ۶۸۵ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه را اېستل شوي او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هیواد ته را ستانه شوي.








