د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسیون ته د برېښنا سکټور پنځه کلن پراختیایي پلان وړاندې کړ. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه راغلي، چې ټاکل شوې د دغه پلان پر بنسټ په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۳.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د هېواد په کچه د برېښنا تولید ۲۰۰ پروژې بشپړې شي. د اقتصادي کمیسیون د تخنیکي کمیټې دغې غونډې ته له طبیعي ګازو د برېښنا تولید درې اړخیز تړون راپور هم وړاندې شوی دی. دا تړون د افغانستان برېښنا شرکت، افغان ګاز تصدۍ او بیات پاور ترمنځ شوی چې د څېړلو لپاره یې عدلیې، مالیې، کانونو او پټرولیم او اوبو او برېښنا وزارتونو ته دنده سپارل شوې ده.








