د پوهنې سرپرست وزیر د اروپايي ټولنې له سفیرې رافائلا یودیچه سره کتلي دي. په دې کتنه کې سفیرې ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به په مرکز او ولايتونو کې د ٤٠٠ ښوونځيو د ترميم او بيارغونې لپاره د اړتيا وړ مالي بودجه له يوې همکارې موسسې سره برابره کړي. د سفیرې په وینا، له افغانستان سره بشردوستانه مرستې مشروطې نه دي، په خبره یې، اوسمهال له افغانستان سره ۱۴۳ میلیونه یورو مرسته کېږي، چې په دې کې د افغانستان د پوهنې برخه هم شامله ده.








