دهلمند ولایت امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی، چې د څارویو د یوه ډک موټر د قاچاق مخه یې نیولې ده. د هلمند ولایت ځایي امنیتي مسوولین وایي، چې د څارویو دغه ډک موټر یې په داسې حال کې نیولی چې غوښتل یې بار کړي څاروي پاکستان هیواد ته په قاچاقي ډول ولېږدوي. د هلمند ولایت چارواکو خبر داری ورکړی دی، چې دوی به هیچاته اجازه ور نه کړي، چې له افغانستان څخه په ناقانونه توګه څاروې یا نور توکي ولېږدوي. د افغانستان سرپرست حکومت کابو یو نیم کال وړاندې ورسته له هغه بهرنیو هیوادونو ته د څارویو پر قاچاق بندیز لګولی چې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې دې چارې په هیواد کې د ننه د غوښو بیې لوړې کړې دي.








