د اروپايي ټولنې استازو په تورخم کې د افغان کډوالو کمپکې د بېلابېلو کمېټو له مسوولینو سره د یاد کمپ د اړتیاوو پوره کولو په اړه ناسته کړې ده. د یاد کمپ مسوولینو ویلي، چې د اروپايي ټولنې استازو د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. د اروپايي ټولنې استازو ویلي، چې افغان کډوالو سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د ننګرهار ولایتي مسوولین وايي، چې دامهال په تورخم کمپ کې د کډوالو لپاره تر ۶۰۰ پورې خیمې درول شوي، چې د موقت وخت لپاره پکې هېواد ته بېرته راستنېدونکي افغانان اوسېږي او حکومت ورته د یو شمېر همکارو موسسو په مرسته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.








