په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په اړه د رابلل شوې غونډې له برخهوالو د دې نړیوالې ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره له پوهاوي د عمل پر لوري د حرکت غوښتنه کړې ده. دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، اقلیمي بدلونونو د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی. د یوناما د اعلامیې له مخې، افغانستان د اقلیمي بدلون له اغېزو څخه د لسو تر ټولو زیانمنو او لږو چمتو هیوادونو په ډله کې دی. د یوناما د معلوماتو له مخې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د پرله پسې درېیم کال وچکالۍ، اقتصادي ستونزو، او نورو طبیعي پېښو له امله د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بېړني وضعیت سره مخامخ دي.








