د پکتیکا په تروه ولسوالۍ کې په لومړي ځل یوه مخابراتي پایه ولګول شوه. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پایه د یو خصوصي شرکت له لوري لګول شوې ده. د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس، محمد امین حذیفه ویلي چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي له تېرو شلو کلونو راهیسې له هر ډول مخابراتي او انټرنیټي پوښښه بې برخې وو.








