قرغزستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په مسله کې همکاري او همغږي پیاوړې کړي. د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر جینبېک کولوبایف، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو په کلنۍ ناسته کې يې خبرې کولې ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې امنیت او سوکالۍ سره لویه مرسته کوي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، کولوبایف په افغانستان کې د یوناما له فعالیتونو هم ملاتړ اعلان کړی دی. یاده غونډه چې تېره او وړمه ورځ د قرغزستان پلازمېنې بېشکېک کې جوړه شوې وه د یوناما مشرې روزا اتونبایوا ته هم پکې بلنه ورکړل شوې وه.








