د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوی واکسیناتوران د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د هغو کورنیو ماشومان واکسینوي چې افغانستان ته راستنېږي. یونېسف ویلي هغه ماشومان هم واکسینوي چې د واکسین له پخوانیو پړاونو بې برخې پاته شوي دي. معلومه نه ده چې د واکسیناتورانو دغه ډلې په کومو سیمو کې فعالیت لري، خو له پاکستانه افغان کډوال تر ډېره د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را اوړي. افغانستان او پاکستان یوازني دوه هېوادونه دي چې تراوسه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ویروس په کې له منځه نه دی تللی. په افغانستان کې روان کال د دغه ویروس شپږ پېښې ثبت شوې، چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې دي.








