د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې پرون د افغان کډوالو ۳۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۴۹ ته رسیږي، هېواد ته راستانه شول. یاد وزارت ویلي، چې دغه افغانان د تورخم، سپین بولدک او ډنډ پټان ولسوالۍ له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. یاد کډوال د موظفو کمیټو له خوا ثبت شوي او اکثره یې خپلو ولایتونو ته انتقال شوي دي. پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټه له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه افغانانو چې دوی یې بې اسناده کډوال بولي، د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.








