د خوست ولایت روغتیایي مسوولین وایي چې د پولیو یا ګوزڼ په وړاندې مبارزه کې ورسره د خلکو همکاري ډېره زیاته شوې ده. د ځایي مسوولینو په وینا، تر دې وړاندې به لسګونه زره ماشومان د پولیو کمپاین پرمهال د واکسینونو له تطبیق بې برخې پاتې کېدل؛ خو اوس یې شمېر د پام وړ راکم شوی. د دغه ولایت ځایي روغتیایي مسوولین وایي چې د ګوزڼ په مبارزه کې ورسره خلکو د همکارۍ لاس یو کړی او د لسګونه زره له واکسین پاتې ماشومانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. روغتیایي کارپوهان پدې باور دي چې په ټولنه کې د پوهاوي کچې په لوړیدو سره کیدای شي چې پولیو یا ګوزڼ ناروغي په ډېره کمه موده کې له منځه لاړه شي. افغانستان لاهم د هغو هیوادونو په ډله کې راځي، چې د پولیو ویروس پکې شتون لري او په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.








