د کندهار د اوبو رسولو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به یې ۷۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. د کندهار زون د اوبو رسولو رییس باچا یوسف وايي، چې د دغه ولایت په ۱۲ ناحیه کې د اوبو رسولو د یوې شبکې پاتې چارې د مالیې وزارت په مالي ملاتړ د ۴۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي، چې چارې به یې ډېر ژر بشپړې شي.








