د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې پر ۱۰ هکتاره ځمکه کې د پستې بڼونو د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. د بادغیس د کرنې، اوبولګولو اومالداری ریاست د طبیعي منابعو آمریت د خپلو پخوانیو فعالیتونو په دوام او د اهدا دفتر په مرسته د یاد ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې په لس هکټاره ځمکه کې د پستې ځنګل د رغولو چارې پیل کړې او په دې برخه کې د ۴ مترو په اوږدوالي ، د ۷۰ مترو په سور او د ۴۰ سانتي مترو په ژورتیا د ۲۵۰۰ ترنج د کیندلو چارې او د پستې تخمونه کرل کېږي چې په دې سره څه ناڅه ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.








