د تورخم کميسار وايي، چې د تورخم دروازه يوځل بيا د پاکستاني مسوولينو له لوري د ترانزېټ پرمخ نن غرمه په داسې حال کې په مشروط ډول وتړل شوه، چې له چلوونکو څخه يې د ويزې او پاسپورت غوښتنه کوله. کميسار دا هم وايي؛ دوی هم ورته اقدام کړی او هغو پاکستاني موټر چلوونکو ته اجازه نه ورکوي، چې ويزه او پاسپورت ونه لري. د يادولو ده، پخوا به په دغه لاره له بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره د پاسپورت او ويزې غوښتنه نه کېدله، خو نن يوځل بيا د پاکستاني لوري په همدې بهانه لاره ترانزېټ پرمخ وتړل.








